له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه. د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.