مولوي عبدالکبیر: هیچا ته، په هیڅ ځای کې د حکومت ضد خبرې اجازه نشته
وروسته له دې چې د طالبانو لوی مشر پر طالب چارواکو نیوکې منع کړې، د طالبانو د کابینې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د حکومت په ضد خبره وکړي.رسنیز او سیاسي فعالان دا خبري د بیان ازادۍ خلاف بولي.