د محمد نبي او حسن کرکټي جوړه؛ لومړنی پلار او زوی دی چې ګډ لوبیږي
افغان کرکټران محمد نبي او حسن عیسی خېل لومړنی پلار او زوی شول چې د کرکټ په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبېدل.محمد نبي وویل چې خپل زوی حسن یې د داسې لوبو لپاره چمتو کړی او خوښ دی چې ښه ولوبېد.نبي وویل هیله من دی چې حسن وکولای شي د افغانستان په ملي ټیم کې هم ځای ورکړل شي. حسن عیسی خېل هم وویل چې دا د دوی دواړو هیله وه چې سره ګډ ولوبیږي.محمد نبي او د هغه زوی حسن د بنګله دیش غوره لیګ د نووا ایکسپریس ټیم په ګټه لوبیږي.په پرونۍ لوبه کې محمد نبي او حسن په هغه وخت کې چې سره ګډ لوبېدل وتوانېدل په ۳۰ بالونو د خپل ټیم په ګټه ۵۳ منډې جوړې کړي.محمد نبي وختي اوټ شو خو حسن چې لا هم لوبه کوله وتوانېد په ۶۰ بالونو ۹۲ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شي.