ایران کې د لاریونو پر مهال د وژل شویو شمېر ۵۴۴ ته ورسېد؛ ټرمپ وايي ایراني مشران مذاکره غواړي
د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان - هرانا راپور ورکړی چې په ایران کې تېر ۱۵ ورځې د مظاهرو پر مهال ۵۴۴ کسان وژل شوي.۴۹۶ وژل شوي ایراني مظاهره چیان او ۴۸ نور حکومتي ځواکونه یاد شوي.هرانا د ایراني فعالانو امریکا میشتی خبري سازمان دی.د دغه سازمان په بیګاني بیان کې راغلي چې څه باندې لس زره کسان نیول شوي هم دي.له دې چې په ایران کې له څو ورځو راهیسې انټرنېټ بند او مخابراتي شبکې له خنډ سره مخ دي د مرګژوبلو او نیول شویو کسانو شمېر په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي.مظاهرې د ایران د ۳۱ ولایتونو په ۱۸۶ ښارونو او ښارګوټو کې روانې دي.د ایراني مظاهره چیانو د پراخې ځپنې سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایراني مشران مذاکره غواړي.هغه بیګا خبریالانو ته وویل: یوه غونډه په پام کې ده خو موږ ښايي تر ناستې مخکې عمل وکړو.د ټرمپ په خبره د [امریکا] پوځ دا مسله څاري او موږ هم په خپلو قوي انتخابونو غور کوو.