په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي
په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.