ایراني ځواکونو لاریون کوونکو ته سخت خبرداری ورکړ
د ایران حکومت نن په یوه بیان کې د ایران اعتراضونه د دښمن فتنه بللې او ویلي یې دی چې هدف یې دا دی چې په ښارونو کې د خلکو هوسا ژوند ګډوډ کړي. په دې بیان کې له پوځیانو غوښتل شوې دي چې په ټول ایران کې دې د ملي منافعو ساتنه وکړي او د خلکو شتمنۍ دې خوندي کړي.
د ایران حکومت په تهران او نورو سیمو کې حساس ځایونه سپاه پاسداران او قرارګاه ثار الله ځواکونو ته سپارلي دي.
سپاه پاسداران ځواکونو نن ( د جنوري ۱۰ مه) اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړ چې امنیت "سره کرښه" ده.
په دې ترڅ کې د ایران شهزاده رضا پهلوي پر پوځي او امنیتي ځواکونو غږ کړی دی چې پام مو وي چې چارواکي تاسو هڅوي چې له ولس سره په اخ و ډب کې ښکېل شئ.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران مشرانو ته یو نوی خبرداری ورکړ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ اعلان وکړ: «متحده ایالات د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي»
تیره شپه( د جنوري ۹ مه) ناکراریو ادامه لرله، دولتي رسنیو ویلي دي چې د تهران په لویدیځ کې د کرج په سیمه کې اعتراض کوونکو د ښاروالي ودانۍ سوځولې ده، دولتي تلویزیون په ورته وخت کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو د جنازې مراسم ښکاره کړل او ویې ویل چې دا کسان په شیراز، قم او همدان ښارونو کې د بلواګرو له لورې وژل شوې دي.
په تیرو نژدې دوو اونیو کې لاریونونه د ایران په ډیری برخو کې خپاره شوي، چې د لوړ انفلاسیون په غبرګون کې پیل شوي، مګر په چټکۍ سره سیاسي شوي چې لاریون کوونکي د مذهبي واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه کوي. چارواکي پر امریکا او اسراییل د "بلواګانو" د هڅولو تور لګوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې په ناروې کې میشت دی، د جمعې په ورځ چې د لاریونونو دیارلسمه وه، د اعتراضونو پرمهال د لږ تر لږه یو پنځوس کسانو د وژل کیدو او د سلګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.
د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې په سختۍ ترلاسه کیدای شي ځکه چې د پنجشنبې له شپې راپه دې خوا انټرنټ هم قطع شوی دی او نن د جنوري لسمه حکومت رسما ومنله چې انټرنټ دوی قطع کړی دی.