ایران ته د ټرمپ خبرداری: که مظاهره چیان ووژنئ موږ به سخته ضربه درکړو
د امریکا ولسمشر یو وار بیا د ایران مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د مظاهره چیانو له وژلو ډډه وکړي. هغه وویل که ایرانی رژیم دا کار وکړي نو امریکا به ښکېله شي او ایران ته به کلکه ضربه ورکړي.
په ایران کې له دیارلسو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي او د جمعې په شپه تر ټولو زیات تعداد خلک پلازمینې تهران او نورو ښارونو کې واټونو ته وتلي وو.
د مظاهرو په لومړیو دولسو ورځو کې د لږ تر لږه ۴۵ مظاهره چیانو د وژل کېدو او د ۲۰۰۰ نورو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي.
صفي الله ستانکزی په دې اړه رپوټ لري.