په جرمني کې د واورو او توپان څپه، ځینو ایالتونو کې ښونځي رخصت شوي
د جرمني د هوا پیژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې ددغه هیواد په ختیځ ، شمال او منځنیو سیمو کې د سختو توپانونو او واورې اټکل کړی دی.له دغه اعلان وروسته په جرمني کې واکمن ګوند خپله کلنۍ مهمه غونډه لغوه کړه.د جمعې په ورځ به د هامبورګ او برمن ښارونو ځیني ښوونځي ، اودغه راز د نیدرزاکسن ایالت په ځینو برخو کې ښوونځي رخصت وي او انلاین تدریس به وشي.اروپا د سړې هوا له څپې سره مخ ده او د واورو او بادونو له کبله د فرانکفورت په هوايی ډګر کې ځینې الوتنې لغو یا ځنډمنې شوي دي.د جرمني د ریلګاډي کمپنۍ هم له مسافرو غوښتي چې د ریلګاډو د حرکت تاخیر ته امادګي ولري.چارواکو له خلکو غوښتي چې که ممکن وي له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.د هوا پیژندنې اداره وايی د باد شدت به د جمعې په ورځ ترټولو لوړې کچې ته ورسیږي او وروسته به په تدریج کم شي.