د کابل په سروبي کې د لمریزې بریښنا یوه شبکه پرانیستل شوه
د کابل په سروبي ولسوالي کې د دوه ویشت اعشاریه پنځه اویا میګاواټه لمریزې بریښنا شبکه فعاله شوه.د افغانستان برېښنا شرکت نن د سروبي په نغلو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لمریزې بریښنا دا شبکه پرانیسته.د بریښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وویل، دا پروژه دوې برخې لري چې یوه یې د بریښنا د تولید ده او بله یې د بریښنا د لیږد ده.پر دې پروژې اتلس میلیونه ډالر لګښت شوی دی.