ژمی او د متقاعدینو زیاتیدونکې اقتصادي ستونزې؛ تقاعدي یا نه ورکول کېږي یا ډېره کمه ده
یو شمېر افغان متقاعدین وایي، د ژمي په رارسېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوي او نور د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.
دوی ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې متقاعدینو ته د دوی د حقونو د ورکړې د بهیر د پیل خبر ورکړی، خو د دوی په خبره لا یې حقوق نه دي ترلاسه کړي.