د واورو د اورېدو له کبله د هرات- تورغونډۍ لاره بنده شوه
د هرات–تورغونډۍ لویه لاره پرون (چهارشنبې) د واورې اورېدو او د سړک د ښویېدو له امله د باروړونکو او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده.تورغونډۍ له ترکمنستان سره د افغانستان د راکړې ورکړې مهم سرحدي بندر دی.په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه ويلي چې د دې لویې لارې په بقرچر سیمه کې سړک ښویېدلی دی.طالبانو زياته کړې چې يوازې چټک مسافروړونکي موټر کولی شي د چاینونو په کارولو سره په دې لارې تګ راتګ وکړي.په خپره شوې خبرپاڼه کې د باروړونکو او درنو موټرو له چلوونکو غوښتنه شوې چې تر بلې خبریتا پورې په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې واورې او بارانونه اوري.د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو په تېره بیا فراه ولایت کې سېلونه هم جاري شوي چې د سرومال تاوانونه یې اړولي دي.