پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې لسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د اوکرایین په خارکیف ښار کې د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې په تازه بریدونو کې یو کس وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دي.دا بریدونه نن سهار سه شنبې شوي چې د خارکیف د مهمې سیمې لوزوا ترانسپورټي سیستم يې مختل کړی دی.د لوزوا د ښاروال سرهي زلنسکي په خبره، روسیې په دې بریدونو کې د انرژۍ د تاسیساتو سربیره شخصي ودانۍ او کورونه هم په نښه کړي دي.بل پلو، د اوکرایین هوايي مدافع ځواکونو د ۲۹ بې پیلوټه الوتکو د نسکوریدو خبره کړې ده.په عین حال کې د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې تیره شپه يې د اوکرایین ۲۴بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.