عدالتونو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړی دی
![عدالتونو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړی دی](https://gdb.rferl.org/024c0000-0aff-0242-a642-08da275faaa0_w800_h450.jpg)
نواز شريف نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د عدالت له امر سره سم اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو. پر دې مهال د احتساب ملي ادارې (نېب) وکيل عدالت ته وويل چې نېب نواز شريف ته پر ضمانت هېڅ اعتراض نه لري. دا ډول عدالت د اکتوبر تر ۲۶مې د نواز شريف ضمانت منظور کړ.