هند کې د کرکټ نړیوال جام تیاری روان دی
![هند کې د کرکټ نړیوال جام تیاری روان دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-cac1-08dbc4c24bba_tv_w800_h450.jpg)
د اکتوبر پر پینځمه په هند کې د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیلېږي. ټاکل شوې چې د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلینډ لوبډلې د ګجرات په احمد اباد کې په نرېندرا مودي لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي. خو په احمد اباد کې د کرکټ مینه وال د اکتوبر پر ۱۴مه د کوربه هند او پاکستان سیالۍ ته په انتظار دي. د نړیوال جام لپاره د تیاریو په اړه د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.