هند سبا د کرکټ د یو ورځني نړیوال جام کوربه دی
![هند سبا د کرکټ د یو ورځني نړیوال جام کوربه دی](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-f4a6-08dbc25b3d70_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې سبا په هند کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام پیل شي.
لومړۍ مسابقه په حیدر اباد کې د پخواني اتل انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده.
په دې نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلو برخه اخیستې ده،چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه وي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره ده.