طالبان: اروپایي ټولنه دې د فشارونو پرځای د تعامل او تفاهم لاره غوره کړي
![طالبان: اروپایي ټولنه دې د فشارونو پرځای د تعامل او تفاهم لاره غوره کړي](https://gdb.rferl.org/e68cf4b6-2253-469a-ae54-7a37e5060c43_w800_h450.jpg)
طالبانو د اروپايي ټولنې د هغو بندېزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د دوی د حکومت پر دریو چارواکو یې لګولي دي.
اروپايي ټولنې پرون د طالبانو د حکومت د پوهنې او عدلیې د وزارتونو او د سترې محکمې سرپرستان د جنسیت پربنسټ د تشدد په خاطر د بندېزونو په لېست کې شامل کړل.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټویټر لیکلي، چې دا بندېزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
ښاغلی مجاهد وايي د فشارونو او تحریمونو پر ځای باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخېستل شي.
د یادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې په دې بندېزونو کې د مرکزي افریقا په جمهوریت، جنوبي سودان، روسیه او اوکراین کې هم ۱۵ نور افراد او پنځه موسسې په نښه کړي دي.