د کندهار سوداګرۍ خونه: د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي
![د کندهار سوداګرۍ خونه: د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي](https://gdb.rferl.org/14FFA25B-0673-47BE-9DE0-9C63351E3D81_w800_h450.jpg)
د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي.
د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وینا په صادراتو کې تر ټولو زیاته تازه او وچه مېوه، معدنیات، طبي بوټي او نورو بېلابېل توکي شامل دي.
بلخوا د کندهار سوداګر وايي، لا یې بانکي محدودیتونه او یو شمېر نورې ستونزې د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه دي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: