يونېسف: زدهکړې کول د انسانانو بشري حق دی
![يونېسف: زدهکړې کول د انسانانو بشري حق دی](https://gdb.rferl.org/04020000-0aff-0242-2545-08daa5e3f6e0_w800_h450.jpg)
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.
د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.
یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی.
طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نهده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.