د ازادي راډيو د راپور تر خپرېدو وروسته ترینکوټ کې د څراغونو نصبولو چارې پیل شوي
![د ازادي راډيو د راپور تر خپرېدو وروسته ترینکوټ کې د څراغونو نصبولو چارې پیل شوي](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-fbbf-08db0cc2c886_w800_h450.jpg)
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د شپې لخوا د ښار د روښانه کولو په هدف نوي څراغونه نصبول داسې مهال پیل شوي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو په دې اړه راپور خپور کړی و.
یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي، په کار ده چې د دې څراغونو ساتنه وشي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: