راشد خان د ممبيي 'کیپ ټاون' لوبډلمشر وټاکل شو
![راشد خان د ممبيي 'کیپ ټاون' لوبډلمشر وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/035c0000-0aff-0242-25dc-08da21091f7e_w800_h450.jpg)
د سویلي افریقا په سوداګریز لیګ کې د ممبيي کیپ ټاون لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو خبر ورکړی دی چې افغان لوبغاړی راشد خان یې خپل لوبډلمشر ټاکلی دی.
راشدخان تر دې وړاندې د هندوستان غوره لیګ د تېر کال په سیالیو کې د ګجرات ټایټانز مرستیال لوبډلمشر و.
نوموړي په نړیواله کچه دوه ځل د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري هم کړې ده، خو دواړه ځل له لوبډلمشرۍ لاس په سر شوی دی.
د سویلي افریقا لیګ لومړی سېزن به د راتلونکي زېږدیز کال (۲۰۲۳ ) په جنورۍ میاشتې کې پيل شي.