چارواکي: افغانستان کې په کلني ډول، د چرګو ۱،۲میلیارده هګیو ته اړتیا ده
خو پوښتنه دا ده چې دا د چرګو هګۍ د ګټو له امله ډېرې خوړل کېږي که په اسانه ډول د خوړو له امله؟
د کابل ښار اوسېدونکي مزمل او نوید یې په اړه وايي: "پخول یې اسانه دي، جنجال نه لري، وخت کم نیسي، نو په پخلي کې ورنه استفاده کوي.
-یو خو ژر پخېږي وخت کم نیسي، بل دا چې قیمت یې هم مناسب دی."
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، په دغه هېواد کې په کلني ډول، د چرګو یو اعشاریه دوه میلیارده دانو هګیو ته اړتیا ده.
حال دا چې په کور دننه د فارمونو تولید نېږدې اووه میلیونه دانې دی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي یې په اړه وايي: "په ټوله کې په افغانستان کې د چرکو د هګیو د تولید ظرفیت په کلني ډول له شپږ میلیونه او نوي زره دانو څخه ډېر دی، زموږ کلنی اړتیا یو اعشاره دوه میلیارده دانو ته ده، په دې برخه کې پنځوس سلنه اړتیاوې په کوردننه تولیداتو څخه لاسته راځي."
ډاکتران وايي، د چرګو هګۍ په فوق العاده خوراکونو کې راځي، یعنې ټول مغزي مواد په کې دي.
خو هغو کسانو لپاره چې بدن یې ډېر کلسترول یا غوړ تولیدوي، د هګیو د ډېر خوراک سپارښتنه نه کوي.
په افغانستان کې خلک د چرګو د فارمي هګیو پرتله کورنۍ هغه ډېرې خوښوي.
ډاکټران هم وايي چې د چرګو د تغذیې له نظره د کورنیو چرګو هګۍ تر فارمي هغو ډېر مغزي مواد لري.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر احمد علي کریمي یې په اړه وايي: "دا چې کورنۍ چرګې معمولاً بهر وي، په لمر کې وي، له حشراتو، چینجي، غلو او بېلابېلو سبزیو استفاده کوي، نو ځکه د مغزي موادو له نظره یې هګۍ له خوراکي موادو له اړخه غني دي."
همدا لامل دی چې په بازارونو کې هټیوال یا ګرځنډه پلورنکي ډېر ځله فارمي هګۍ د کورنیو په نوم په خلکو په لوړ قیمت پلوري.
د کونړ ولایت اوسېدونکی رحمت الله په دې اړه خپله کیسه کوي: "داسې هګۍ خرڅېږي چې رنګ یې ژېړ د کورنیو هګیو په شان دی، په لس افغانۍ مې واخېسته، کور ته مې چې یوړه، پخه مې کړه فارمۍ هګۍ وه، نو خلک فارمۍ هګۍ د کورنیو هګیو په نوم په ګرانه بیه خرڅوي."
په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان په بازارونو کې د کورنیو چرګو هګۍ کمې پیدا کېږي، دا مهال په کابل کې د چرګو فارمي هګۍ دانه په اته افغانۍ او کورنۍ هغه له لس تر پنځلس افغانیو پورې پلورل کېږي.
که څه هم د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته په کلني ډول په دغه هېواد کې د کورنیو چرګو د هګیو د تولید کره شمېر نه دی معلوم، خو د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې دې برخه کې بې وزلو مېرمنو ته واړه کورني فارمونه جوړ شوي دي.
نوموړی وايي، هر کال په زرګونه دا شان فارمونه جوږېږي چې سږکال هم تراوسه شپږ زره فارمونه جوړ شوي دي.