شاهین قول اردو: بلخ کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي
شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په یوه بیان کې وايي، دا عملیات پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) مازیګر مهال د نهرشاهي ولسوالۍ په ترکمنیه سیمه کې وشول چې په ترڅ کې یې ۷ وسله وال وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي.
په بیان کې همدا راز راغلي چې د چاربولک ولسوالۍ په ګورتېپې سیمه کې هم په یوه نښته کې دوه طالب وسله وال ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.