د یمن د مارب ښار د نیولو لپاره د ملګرو ملتونو خبرداری!
![د یمن د مارب ښار د نیولو لپاره د ملګرو ملتونو خبرداری!](https://gdb.rferl.org/C884E286-6D7E-4EA1-A20F-4F58765CE68F_w800_h450.jpg)
ملګروملتو خبرداری ورکړ چې د مارب ښار د نیولو لپاره د حوثي یاغیانو یرغلیز عملیات کېدای شي د سلګونو زرو تنو د بې ځایه کېدو سبب شي.
مارب د یمن د رسمي دولت یوه وروستۍ پاتې اډه ګڼل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لکونو تنو چې د یمن د شپږ کلنې جګړې په لړ کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، مارب سیمې ته پناه وړې او د دې ښار مرکز خورا پراخ شوی دی.
د یمن د حکومت د یوه چارواکي په وینا د جګړې جبهه اوس د دې ښار د لوېدیځ ۳۰ کیلومترۍ ته رسېدلې او مارب ته د ورغلیو پناه غوښتونکو د ژوند په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.