کرکټ؛ زیمبابوې افغانستان پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه
د زیمبابوې کرکټ لوبډلې د افغان لوبډلې پر وړاندې سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دوهمه او لسمه نېټه د زیمبابوې پر وړاندې دوه ازمایښتي (ټیسټ) سیالۍ ترسره کړي.
د زیمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې یادو لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
افغانستان به تر ټېسټ سیالیو وروسته د زیمبابوې سره درې شل اووریزه لوبې هم وکړي.
لومړۍ شل اوورېزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دوهمه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه هم د یادې میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کېږي.
افغان لوبډلې تراوسه پورې څلور ټېسټ لوبې ترسره کړي چې د زیمبابوې پر وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.
تر دې وړاندې افغانستان په ټېسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلېنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هېوادونو سره مخ شوې.