د ریال مادرید او بارسلونا لوبډلې د فوټبال سیالي لري
![د ریال مادرید او بارسلونا لوبډلې د فوټبال سیالي لري](https://gdb.rferl.org/386B69D1-319E-403A-A2BE-10E6C9D28C99_w800_h450.jpg)
د اسپانیا لالیګا لیګ د ۲۳ اونۍ لوبو په لړ کې نن ریال ماډریډ د اوساسونا او همداشان بارسلونا بیا د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
د لالیگا ویبپاڼي د راپور له مخې لومړۍ لوبه نن په ځايي وخت ماښام اونیمې بجې پيلېږي.
خو بارسلونا او ریال بیټیس بیا د شپې ۱۲:۳۰ بجې یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
دا لوبه بیا د ریال بیټیس په کورني لوبغالي کي ترسره کېږي.