خالد: پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو د اغېز ستونزه حل ده
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخت بد اغېز کړی و.
اسدالله خالد پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا ستونزه اوس حل شوې ده.
اسدالله خالد وویل: "په امنیتي قواوو کې سیاسي مسایلو، قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی و."
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.
هغه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.
د رپوټونو پر اساس، د ملي یووالي حکومت په ځینو ملکي ادارو کې هم د قومي او سیاسي مصلحتونو پر اساس د لویو څوکیو وېش د سیاسي لانجو او د اداري فساد د پراختیا یو اساسی دلیل دی.