د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکي: د ۴ میاشتو معاشونه مو نه دي اخیستي
د عامې روغتيا وزارت ځینو سرچينو ازادي راډيو ته وويل چې له دوو څخه نيولی بیا تر پنځو مياشتو پورې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ډېری کارکوونکو ته مياشتني معاشونه نه دي ورکول شوي او له دې امله له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو عمومي مسوول ډاکټر خوشيوال ازادي راډيو سره په مرکه کې ومنله چې د دې ولايت د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو کار کوونکو له څو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي اخيستي او دوی پر مالي ستونزو سربېره د نورو امکاناتو له نشتوالي سره هم مخ دي. Читать дальше...