افغانستان کې جګړه؛ د کندز ځینې خلک هېواد پرېښودو ته خپل د کور توکي پلوري
په کندز ولایت کې یو شمېر خلک وايي، په دې ولایت کې وروستیو جګړو د عامو خلکو په ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو منفې اغېز کړی. په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره یو ځل بیا ګڼو کورنیو هېواد پرېښودلو ته مخه کړې او هره ورځ لسګونه کورنۍ ګاونډیو هېوادونو ته ځي. ۴۵ کلن عبدالحنان چې د عمر نیمه برخه یې پاکستان کې تېره کړې وايي، ۸ کاله مخکې په دې هېلې بېرته هېواد ته راستون شو چې ګوندې امن راغلی، خو په وینا یې د کندز روان حالت دې ته اړ کړی چې بېرته پاکستان ته ولاړ شي: "دا وطن جوړ نه شو لا نور هم ورپسې بدتر شو. Читать дальше...