د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي هاګ ته ورسېد
د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي نن هاګ ته ورسېد چېرې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالان به د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه ورسره مرکه کوي. د کوسوو لپاره ځانګړې محکمې د جون په ۲۴مه په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې تاچي او د کوسوو یو شمېر نورې پېژندل شوې څېرې لویو جرمونو کې لاس لري. تاچي په هاګ کې د ځانګړي څارنوال دفتر ته له رسېدو سره سم وویل چې دی دلته د هغه څه د درناوي لپاره چې د ده هیله وه او د پوره کېدو لپارهیې مبارزه کوله، راغلی. د ده په وینا د داسې یوې ازادې او خپلواکې کوسوو لپاره چې مساوي عدالت، ګډ قومي ټولنې او د قانون واکمنۍ یې اساسي ستنې دي. Читать дальше...