کابل کې معترضین: روسیه دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي
په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د روسیې د 'علم او فرهنګ خونې' مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې، له ترهګرو ډلو سره د هغه هېواد پر ملاتړ انتقاد وکړ. دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د روسیې لهخوا تمویلېږي. اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې د روسيې پر ضد یې شعارونه ورکول، د افغانستان په کورنیو چارو کې ېې د هغه هېواد لاسوهنه وغندله. دغه مدني فعالان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو په تېره پر روسیې زور واچوي چې له دې کاره لاس واخلي. Читать дальше...