د کاتولیک مسیحیانو مشر په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله
د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله او د قربانیانو او د هغوی کورنیو تهیې دعا وکړه. پاپ فرانسس د یکشنبې په ورځ د سینټ پیتر کلیسا مخې ته راټولو شویو عبادت کوونکو ته په خبرو کې د کابل د شنبې د ورځې حمله یوه وحشیانه ترورېستي حمله وبلله او ویېویل چې نور څومره به خلک په افغانستان کې له دا ډول غیر انساني تاوتریخوالي کړېږي. پاپ فرانسس وویل، له دې حملې څو ورځې مخکې کابل د یوه بل خونړي برید شاهد و. د هغه اشاره پر انټرکانټیننټال هوټل برید ته وه چې له ۲۰ زیات کسان پهکې ووژل شول. Читать дальше...