د اباسین قاتلان اعدام شول
په کابل کې د ۱۴ کلن ماشوم اباسين د تښتونې او وژلو په جرم درې کسان د یکشنبې په سهار په څرخي پله زندان کې اعدام شول. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تردې وړاندې د اباسین کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې په دې پېښه کې به عدالت تامین کړي.