په غور کې د هریرود پر سیند د یوه پل پرانېسته وشوه
![په غور کې د هریرود پر سیند د یوه پل پرانېسته وشوه](https://gdb.rferl.org/C64A049C-2C9A-4851-A437-DAA204153F47_w800_h450.png)
د غور په ولایت کې د هریرود پر سیند د پلیو کسانو د تېرېدو لپاره د یوه پل پرانېسته وشوه.
د غورولایت د کلیو د پراختیا رئیس انجنیر محفوظ الله په سیمه کې ازادي رادیو ته ویلي چې دغه پل د هریرود پرسیند په شااوخوا اتو میاشتو کې بشپړ شو.
د ده په خبره، دغه پل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۲،۵ متره سور لري، د کلیو د پراختیا وزارت پرې ۱۵میلیونه افغانۍ لګولي دي.
خبرزیاتوي، دغه پل د غور مرکز ته نېږدې د پوزه لیچ په سیمه کې جوړ شوی چې د هریرود د سیند د دواړو غاړو لسګونه کلي یې سره وصل کړل.