تر راتلونکو ۲ ورځو پورې په هرات کې د فوټساللیګ سیالۍ پیلېږي
![تر راتلونکو ۲ ورځو پورې په هرات کې د فوټساللیګ سیالۍ پیلېږي](https://gdb.rferl.org/321F2166-D9B6-4DA0-BCEE-A6464B2D473B_w800_h450.jpg)
په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په هرات کې د فوټساللیګ سیالۍ پیل شي.
د هرات د فوټسال کمېټې مسؤل محمد یاسین رحماني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې د هرات د فوټسال ۲۴ لوبډلې ګډون کوي.
ښاغلی رحماني د دغه لیګ هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول بولي.
د هرات د فوټساللیګ چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیلېږي چې دوه میاشتې دوام کوي.