د روسیې په سن پټرزبورګ کې په یوه مارکېټ کې چاودنه وشوه
د راپورونو له مخې د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پرون په یوه مارکېټ کې چاودنه وشوه.
د سن پټرزبورګ ښار د تحقیقاتو د کمېټې مشر الکساندر کلاوس د پېښې ځای ته نږدې روېټرز اژانس ته وویل:
"تر اوسه دا ښکاره شوې چې ۱۰ تنه ټپیان د ښار روغتونونو ته انتقال شوي. دغه شېبه د دغو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناکه نهدی."
د راپورونو له مخې دا چاودنه په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو موادو په واسطه شوې ده.