د ازبکستان مالیې وزارت ۵۶۲ تنه کارکوونکي له کارونو ګوښه کړل
د ازبکستان مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ۵۶۲ تنه کارکوونکي له کارونو ګوښه کړل.
مالیې وزارت وروسته تر دې دا کسان برطرفه کړل چې ولسمشر شوکت میرضیاییف پر مالیې وزارت سخت انتقاد وکړ او امر یې وکړ چې هغه کسان وشړي چې فعاله نه دي.
د ازبکستان د رسمي خبري اژانس «اوزا» په وینا ولسمشر دغه بې کاره کسانو ته د مږکانو خطاب وکړ.
د ازبکستان ولسمشر پنځه ورځې مخکې ویلي و چې ما جګپوړې غیرفعال مامورین ګوښه کړي دي خو په ټیټه کچه مږکان لا پاتې دي.
ولسمشر میرضیایف وویل، د مالیې نوی وزیر جمشید کاچکاروف به وضعیت بدل کړي خو که چېرته دا وضعیت په یوه میاشت کې بدل نه شو په خپله کاچکاروف به برطرفه کړي.