د روسیې په سن پټرزبورګ کې په یوه مارکیټ کې چاودنه وشوه
د راپورونو له مخې د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پرون په یوه مارکیټ کې چاودنه وشوه.
د سن پټرزبورګ ښار د تحقیقاتو د کمېټې مشر الکساندر کلاوس د پېښې ځای ته نېژدې رویټرز اژانس ته وویل:
"تر اوسه دا ښکاره شوې چې لس تنه ټپیان د ښار روغتونونو ته انتقال شوي. دغه شېبه د دغو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناکه نه دی."
د راپورونو له مخې دا چاودنه په کور کې د جوړو شویو چاودیدونکو موادو په واسطه شوې ده.