د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني د مظاهرو غوښتنه کړې
د روسيې مخالف سياستوال الکسي ناوالني سبا په ټوله روسيه کې «د رأيه ورکوونکو د اعتصاب» په نوم د مظاهرو غوښتنه وکړه.
ده ويلي، دغه مظاهرې يې د جمهوري رياست له راتلونکو ټاکنو سره د خپل بايکاټ په ملاتړ رابللي دي.
د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې چې په مارچ مياشت کې په پام کې دي، د کانديد په توګه د ناوالني د ګډون مخه نيول شوې ده.
پر ده د غير قانوني کارونو تور لګول شوى، خو ناوالني وايي دغه تورونه سياسي انګېزه لري.