د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسرائیلو صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق په اړه خبرې کړي
اکسیوس رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسراییلو له صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق پر جزییاتو خبرې کړې دي.
د «اکسیوس» وېبپاڼې د دوشنبې په ورځ، د کب په درېیمه، د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ، په ټیلیفوني اړیکه کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره، د ایران سره د مذاکراتو د پیل هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو همدارنګه د امریکا او اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه احتمالي توافق پر جزییاتو سلا مشورې کړې دي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ، د ایران او امریکا ترمنځ د «رغنده مذاکراتو» خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې واشنګټن له همدې امله د هرمز تنګي د تړل کیدلو له کبله د ایران د برېښناکوټونو په نښه کول، تر پنځو ورځو پورې ځنډولي دي څو د خبرو پایله روښانه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو، او لدې ډلې دپارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ، چې نوم یې امریکا سره د خبرو اترو د لوري په توګه د «یو اسرائیلي چارواکي» له خوا یاد شوی، له امریکا سره د مذاکراتو خبره رد کړې.
اکسیوس مخکې لیکلي و چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړي هڅه کوي چې د همدې اوونۍ تر پایه په اسلام اباد کې د قالیباف او د تهران د نورو چارواکو او بل لورته د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف ، د ټرمپ د زوم جارید کوشنر او جې ډې وینس ترمنځ د خبرو ترتیبات برابر کړي.