د افغانستان د پولیسو یو پخوانی قومندان اکرام الدین سریع په تهران کې وژل شوی دی
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پولیسو یو قومندان جنرال اکرام الدین سریع د ایران په پلازمېنه تهران کې وژل شوی دی.
هغه ته نژدې سرچینو او د ملي مقاومت په نوم جبهې د سریع وژنه تایید کړې او ویلې یې دي چې د ډزو دغې پېښه کې چې تېر ماښام شوې د سریع یو ملګری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.
جنرال سریع د پرزیدلي جمهوري نظام پر مهال د تخار او بغلان امنیه قومندان پاته شوی او د طالبانو مخالفه څېره وه.
هغه د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ایران ته ولاړ او په دې وروستیو کې یې په تهران کې د نورو پخوانیو افغان پوځیانو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې کار کاوه.
د ملي مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري ادعا کړې چې نوموړی د طالبانو د حکومت له خوا وژل شوی دی، خو د طالبانو حکومت سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په تېرو څو میاشتو کې دا د طالبانو د حکومت دویم مخالف کس دی چې ایران کې وژل کیږي.
څلور میاشتې وړاندې ناپیژنده وسله والو په مشهد کې د معروف غلامي په نوم یو پخوانی جهادي قومندان وواژه.