په کندهار کې ۷ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول
د کندهار ولایت په میوند ولسوالي کې نن سهار (جمعه) په یوه ترافیکي پېښه کې اووه تنه مړه شوي دي.د کندهار د پولیسو ویاند ملا اسدالله جمشید رسنیو ته وویل، دا پېښه د میوند ولسوالۍ د توري په سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو «فیلډر» موټر له یوه باروړونکي ټرېلر سره ټکر شو.د هغه په وینا، په دې پېښه کې اووه تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په کې شامل دي، مړه شوي دي.جمشید د دې پېښې علت د موټرچلوونکوبې احتیاطیي وبلله.