له ویجاړوونکې زلزلې وروسته پرلهپسې ټکانونو زرګونه کورنۍ وېرولي دي
یوشمیر دغو زلزله ځپلو خلکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لاهم زړه نه کوي چې د ځینو روغو پاتې وسایلو د راېستلو لپاره خپلو ورانو شویو کورونو ته ستنې شي.ځايي رضاکاران هم وايي خلک په ویره او اندېښنه کې دي او رواني وضعیت یې ښه نه دی.