د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي تایلیند ته روان شول
د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي.د افغانستان د ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي د اسیا د ښکلا او فټنس په ۵۷ دور سیالیو کې د ګډون لپاره تایلیند ته روان شول.دغه فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وه چې دا لوبغاړي په خپل لګښت په اتلولیو کې برخه اخلي.د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به په اګست میاشت کې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.دا ټیم څو ورځې مخکې په کابل کې له ۵۴ لوبغاړو څخه د سیالیو په نتیجه کې په مختلفو وزنونو کې د ملي ټیم لپاره غوره شو.