بغلان کې د سکرو د یوه کان ۶ تنه کارکوونکي وژل شوي دي
په بغلان کې د سکرو د یوه کان شپږ تنه کارکوونکي وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر سید مصطفی هاشمي فرانس پریس ته ویلي چې پیښه پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۳۱مه) د کان د سمڅې د ناڅاپي ویجاړیدو له کبله رامنځته شوې.هغه ویلي، ټپيان په روغتون کې بستر شوي، خو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.په افغانستان کې کان کیندونکي تر ډیره د خوندیتوب تجهیزات نه لري او وخت نا وخت له ورته خونړیو پیښو سره مخامخ کیږي.د تېر کال په دسمبر کې ۲۲ تنه د سمنګان ولایت په یوه کان کې بند پاته شول، خو وروسته بیا ژوندي وژغورل شول.