متحده ایالات: د سوریې شمال کې د داعش یو اسانتیا برابرونکی وژل شوی
دغې قوماندانۍ نن شنبه ویلي،د ابراهیم الحاجي شیخ د نیولو لپاره دغه چاپه د پنج شنبې په ورځ د څرخي الوتکې په مرسته اچول شوې ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ تېره دوشنبه په سوریه کې د داعش د عملیاتي او اسانتیا برابروونکي مسوول ابو خلیل الفذاني د نیولو خبر هم ورکړی و، چې ګومان کېږي په سیمه کې یې د داعش له ټولې شبکې سره ارتباط درلود.
دغه قوماندانۍ وايي په دواړو عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.