ایټالیا د لیبیا سېلاب ځپلو ته مرستې لېږي
انټونیو تاجاني پرون سې شنبه په خپل اکس شبکه کې لیکلي، د ایټالیا حکومت د لیبیا په ختځ کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره مرستې ته سم د لاسه لبیک ووایه.
هغه ویلي، د ایټالیا د ارزونې یوه ډله له مخکې لیبیا ته روانه شوې ده چې خپلې چارې د ملکي خوندیتوب له قطعې سره همغږي کوي.
د راپورونو له مخې د لیبیا په ختیځ کې تر سختو اورښتونو او سېلابونو وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان تري تم دي.
د لیبیا چارواکو پرون سې شنبه وویل، تر اوسه د څه باندې ۲۳۰۰ کسانو مړي ترلاسه شوي دي، خو د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي په لیبیا کې ښايي د مړو شمېر خورا لوړ وي.
په وروستیو ورځو کې د یونان، ترکیې او بلغاریا په ځینو برخو کې هم د دې توفان له کبله د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.