د ناټو عمومي منشي: اوکراین د ناټو غړیتوب ته نږدې شوی
سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشریزې په لومړۍ ورځ وکړې.
د سټولټنبرګ له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې دا به بېساري او بې معنی وي چې که ناټو کییف ته په دې تړون کې د بشپړ شاملېدو یا لږترلږه د غړیتوب د خبرو اترو د پیل لپاره بلنه ورنهکړي.