ګرمه هوا؛ په نیمروز کې د ایسکریم خرڅولو بازار تود شوی
په نیمروز کې د هوا په ګرمېدو سره د ایسکریم خرڅولو د دوکانونو بازار تود شوی دی.د ایسکریم خرڅولو دوکانونه همداراز د ځوانانو د راټولېدو او بنداړ په ځای هم بدل شوی دی.نیمروز کې په دې وروستیو کې د تودوخې درجه ۴۵ سانتي ګراډ ته رسېدلې ده.