د هالنډ پاچا په مرییتوب کې د دې هېواد د تاریخي ښکېلتیا له کبله بخښنه غوښتې
پاچا الکساندر پرون د جولای لومړۍ نېټه په هالنډ او په کارابین کې د دې هېواد په پخوانیو مستعمرو کې د مرییتوب د پای ته رسېدو د ۱۶۰ کلیزې مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې په دې ورځ په هالنډ کې د مرییتوب د تاریخ یادونه کېږي نو ځکه د بشريت پر ضد د دې جنایت له کبله بخښنه غواړي.
ویلیم الکساندر همداراز وویل چې د هالنډ په ټولنه کې توکمپالنه لا هم لویه ستونزه ده او ښايي ټول خلک د ده د بخښنې غوښتنه تایید نه کړي.