د ایران ښځو ته د ورزشي سیالیو د لیدو اجازه غوښتل شوې
د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې دې وزیرانو په خپله وروستۍ غونډه کې همداراز په افغانستان کې هم په ټولنه کې د ښځو او نجونو د انډول، خوندي او با مفهومه ګډون غوښتنه کړې.
د فرانسې، جرمني، اندونیزیا، لیښتین شتاین، منګولیا او جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرانې په دې وروستیو کې د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره راټولې شوې وې.